یونامتوامریکایي ورځپاڼه لیکوونکی وايي :جورج ډبلیوبوش یودرواغجن دی!
ژباړونکی: (عزیزاحمدخوارمل) ژباړونکی: (عزیزاحمدخوارمل)

 

 

 

دامریکی یونامتوورځپاڼه لیکوونکی اوژورنالیست دجورج بوش دیوشمیر لویودرواغو په ښکاره کولوسره وویل چې دوخت په تیریدوسره دغه ستردرواغ ډیرتره ترپخواښکاره اورامنځته به شي،ده ولیکل چې جورج بوش دامریکی جمهورئیس یولوی درواغجن دی  .

"رابرت پري"کلونه،کلونه دامریکی د آسوشيتدپرس اود نيوزويك د اونیزی سره کار کړی دی،دیکشنبی په ورځ یې په یوه مقالی کی ولیکل چې دامریکی په ډیروخبری رسنیوکی  خپاره شول،ده ولیکل چې دبوش درواغ به د بل ځل دپاره ښکاره اومیدان ته به راووځی ،دهغه درواغ دعراق په هکله دامریکی دخلکودتیروتنواوددغــولیدلوسبب وګرځیدی،کله کله دی دامریکی استخباراتی سازمانونه اوارګانونه چې وده ته یې ناسم اوغلط اطلاعات ورکړیدی غندلی    او پردوی یې ډیری  ګوت نیونی کړیدی،اوکله هم داسی وختونه راغلی دی چې دي دهغوشیانوپه هکله چې دی خپله په پوهیدل ډیر په اسانی او ساده ګی سره به يې په درواغواړول اودرواغ به یې ویل .  

((دمثال په ټوګه څوهفتی مخکی وروسته له دی نه چې  دعراق دمکروبی وسلو دصحرایي ازموینی په هکله  لوی درواغ   یې ووایي چې د۲۰۰۳ م کال دجنوری دمیاشتی پر(۱۴) نیټه ،ده وویل چې صدام دملګروملیتونودپلټوونکو دورتګه څخه   وعراق ته مخ نیوی کړی وو،دغه مسله په داسی وخت کی وو چې صدام دملګروملیتونووپلټونوکوته یې په ۲۰۰۲ م کال کی یې اجازه وکړی وو ترڅودعراق نظامی ځایونه هم ترڅیړنی لاندی راولی .))

دغه لیکوونکی زیاته وی . همدارنګه دغه په خپله بوش وو چې د۲۰۰۳ م کال کی یی دپلټوونکی نه وغوښټ چې دعراقه څخه ووځی ځکه پرعراق باندی یې دیرغل پلان درلودل .

 ((دتاریخ تحریفول دبوش په وسیله د۲۰۰۳ م کال په وړی کی بل ځل رامنځته شو،هغه دکوفی عنان سره وروسته ترخبراترونه داسی وویل : موږده ته (صدام حسین )ته وخت ورکړیدی ترڅو وپلټوونکوته دورتګ اجازه ورکړی  ،مګرده اجازه ورنکړ، نوپردی بنسټ موږپریکړه وکړه چې دی بی وسلی کړو.)) دده په لیکنی ،((بوش څوځلی وویل چې صدام حسین جګړه کوی اوجګړه یې ټاکلی دی نه بوش .))

دغه امریکایي لیکوونکی لیکی،(( څواونی مخکی کله چې "هلن تامس" دسپینه ماڼی یوډیرپخوانی خبرلیکوونکی دجورج بوش نه داسی  پوښتنه یې وکړ:ولی دی( صدام)  جګړه غوښتوونکی وو ؟ بوش ځواب ورکړ، زه هیله مند وم چې دغه مشکل اوپرابلم ددیپلماسی له لاری حل کړو...... نړی وصدام ته یې وویل یا بي وسلی شه او يا په  زغرده  توګه دهغه راتلوونکوپیښودرامنخته کیدومسؤولیت په خپله غاړه واخله او وی یې منی ....موږزیاروایستل ترڅوصدام دنړی دغه پیام واوري .))  

رابرت پــــــري زیاته وی ((بوش مدعی وو،صدام هغه څه چې درلودل رامخته یې نکړزه مجبوره سوم چې ډیرمشکل اوسخته پریکړه ونیسم اودی (صدام)دریاست جمهوری له دندی نه لیری کړم چې نړی په امن کی سی، دبوش درواغ  دپلټوونکوپه هکله ډیرمهم دی ،هغه نه سی کولای  هغه خلک چې ده ته مشوری یې ورکولې یعنی خپل مشاورینوته په زغرده څه ووایی اوترترخوخبرولاندی یې ونیسی . دهغه رارسیدلی ګزارشونوپربنسټ چې دانګلیس په دولت پوری اړه لری ،بوش هیله یې درلوده ترڅوصدام ګوښه کړی اوبوش  تل دتولیزووژڼی وسلی اوتروریسم یې پلمه نیوله وه ،ده هیله لرله ترڅوعراقیان راوپاروه وي اوپه نتیجه کښی پرعراق باندی دیرغل پلمه دده په لاس ورسی  .))  

پــــري په دغه مقالی کی چې په خپل شخصی سایت کی هم خپورکړی دی، دنیویوریک تایمیز دګزارش پریوی برخی باندی یاده ونه کوی اوداسی لیکی :بوش دامریکی وخلکوته به یې ویل چې جګړه دعراق سره وروستنی ټاکنه ده ،ځکه ده درواغ وویل،هغه دامریکی وخلکوته یې درواغ وویل،هغه (بوش) یوه امریکایې اولوتکه یې چې دملګروملیتونورنګ یې درلوده، په دی خاطریې عراق ته ورولیږل،چې ګوندی عراقیان پردغه اوتکه یرغل وکړی  اوراوی غورځوی  اوله منځه یې یوسی اوبیا دی (بوش) وروسته یوه پلمه دیرغل دپاره پرعراق باندی ولری اوپیدايي کړی .   

هغه لیکی ،همدارنګه بوش پرعراق باندی دیرغل امر یې دپخواڅخه ورکړی وواودیرغل نیټه یې هم - ۱۰- لسم دمارچ د۲۰۰۳ م کال ټاکلی وو،همدارازبوش ښه پوهیدی چې صدام پلټوونکیو ته یې په عراق  کې لاره وکړی وو. 

هانس بليكس دملګروملیتونودسازمان دپلټوونکورئیس ولیکل : همدغسی چې زموږپلټوونکی ددندوپه ترسره کولوکی بوخت وو ترڅودعراق ترهری ګوښی اوڅنډوپوری ولاړ شی اماامریکی غوښتل دنظامی یرغل په وسیله پلټوونکی ځای پرځای کړی .

دغه امریکایې ورځپاڼه لیکوونکی په زغرده  سره لیکی : په رښتیا سره بوش نه غوښت څو پلټوونکی ګزارش ورکړی چې هیڅ ډول دټول وژني وسلی ندی پیداشوی او دا ډول وسلی هیڅ  په عراق کې نشته .   

دبوش بل درواغ هم راڅرګندسو هغه په داسی حال کښی دیولړاشدمحرم اوکاملآ سری اطلاعاتودڅرکندونی،دښکاره ویلو اودافشاکولوامراودستوریې هم ورکړی وو اوویلی یې وو،که زه پوه سم چې چا دی دغه اطلاعات  ویلی وي  ودی پوهیږی چې  زه به دهغه سره څه وکړم ،په رښتیا سره دبوش سفیرپه نیجیریا کښی دبوش ادعاوی یې دریوانیوم درانیولوددغه هیوادڅخه دصدام په وسیله  په کلکه سره ونه منل اودغه مسله یې غندل اوهغه بی ځایه درواغ وباله،بوش ددی لپاره چې دی (دغه سفیر)بی اعتباره اوبې عزته کړی ،ددیک چینی ددفترورئیس ته یې ویلی وودټولوخبری ورځپاڼوومختلفودفترونه ته ولاړ سی اوپه نیجیریا کی دامریکی دپخوانی سفیرویلسون دمیرمنی دپیژندګلوی په هکله ووایه اودغه میرمنه دسی .ا.ای دسازمان دپټه (مخفی) ماموره په ټوګه یې وروپیژنی ترڅو دغه مهمه موضوع دمیرمنی او دمیړه په ملاتړپه یواوبل سره یې اړیکی  ورکړی .

 دغه امریکایي نامتوورځپاڼه لیکوونکی زیاته وی اولیکی یې :دبوش بل درواغ وخلکوته دتیلیفونی خبروداوریدلو مسله ده،چې بوش هغه یې اعلان اوپه ډاګه کړ که دغه کار ترسره شی دمحاکمی په اجازه به وي ،مګرهغه بیله دمحکمی له اجازی نه ودغه کارته لاس اچولی دی .

هغه په پای کی لیکی: که داسی قرار وی چی دامریکی دخلکوپه غولولواوتیروتنوکې دمعذرت غوښتنی یوبهیررامنځته شی  نوبوش دی باید په لمړی قطارکی وي . /

 

 

 


April 17th, 2006


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی